پاکستان ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

(ویب نیوز): د بلوچستان وزيراعلی او د برتانيې هاي کمېشنر د تعليم، روغتيا او پانګونې په برخو کې د همکارۍ پر پراختيا سلا شول

اسلام‌اباد/کوټه د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په پاکستان کې د برتانيې له هاي کمېشنرې مس جېن مېرېټ سره وليدل. په دې کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د تعليم، روغتيا، ښې حکومتولۍ، بشري سرچينو، پانګونې او دوامدارې پرمختيا په برخو کې د همکارۍ پر پراختيا خبرې وشوې. وزيراعلی وويل، د بلوچستان حکومت د امن، پرمختګ او ولسي هوساينې لپاره اصلاحات روان کړي او غواړي د نړيوالو همکارانو په مرسته د ځوانانو لپاره د کار زمينې، د تعليم او روغتيا اسانتياوې او د پانګونې فرصتونه زيات کړي. برتانوي هاي کمېشنرې د بلوچستان د اصلاحاتو ستاينه وکړه او ويې ويل چې برتانيه به له پاکستان او په ځانګړي ډول له بلوچستان سره د تعليم، روغتيا، حکومتولۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ فرصتونه نور هم وڅېړي.