کوټه (ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف په مظفرآباد کې یوې ټاکنیزې غونډې ته په وینا کې وویل چې آزاد کشمیر د هغه دوهم کور دی او د سیمې له خلکو سره ځانګړې مینه لري. هغه وویل، که مسلم لیګ (ن) په ټاکنو کې بریالۍ شوه، نو له وزیراعظم شهباز شریف څخه به وغواړي چې دی د آزاد کشمیر وزیراعظم وټاکي، او که دا ونه شول، بیا به هم هر درې میاشتې وروسته مظفرآباد او نورو ښارونو ته سفر کوي او د ګوند د انتخابي منشور د عملي کېدو څارنه به کوي. نواز شریف ژمنه وکړه چې په آزاد کشمیر کې به د پنجاب په څېر پرمختیايي پروژې پلې شي، مظفرآباد ته به ډېر ژر ۱۰ ګرین بسونه او ۱۵ ګرځنده روغتونونه ورکړل شي او د کوهاله ـ مظفرآباد موټروې په ګډون به نورو مهمو پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي۔
