اسلامآباد/کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د خوراک صوبايي وزیر نورمحمد خان دمړ په اسلامآباد کې د نیشنل هایوې ادارې له مشر کپتان (ر) اسدالله خان سره ولیدل او د هرنایي ـ کوټې، هرنایي ـ سنجاوي او نورو ځنډېدلو سړکونو د پروژو په اړه یې خبرې وکړې. د این ایچ اې مشر ډاډ ورکړ چې د دواړو پروژو اړوند اسناد به ژر بشپړ، د داوطلبۍ بهیر به پیل او ورسره به د رغنیزو چارو عملي کار هم پیل شي. صوبايي وزیر وویل چې دا لارې د هرنایي ولسوالۍ د خلکو لپاره ډېر اهمیت لري او په جوړېدو سره به یې تګ راتګ، سوداګري او سیمهییز پرمختګ وده وکړي.
