پاکستان ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د پټرولیم توکو د بیو ورځنی بدلون رد شو، ټرانسپورټرانو له حکومته د پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه وکړه

کوټه(ویب نیوز) د آل بلوچستان بس یونین او د پنجاب او خیبرپښتونخوا د بس یونین مشرانو د پټرولیم توکو په بیو کې د ورځني بدلون حکومتي پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام به د ټرانسپورټ سکتور له سخت بحران سره مخ کړي. د اتحادیې د اطلاعاتو مرکزي سکرتر ظاهر شاه کاکړ، جنرل سکرتر وزیر خان کاکړ او نورو مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د بیو ورځنی بدلون به د کرایو ټاکلو او سوداګریزې پلان جوړونې په برخه کې ستونزې رامنځته کړي او ګراني به نوره هم زیاته کړي. هغوی له حکومته وغوښتل چې د ټرانسپورټي ادارو سره له سلا مشورې وروسته د ولس او ملي اقتصاد په ګټه یوه دوامداره تګلاره خپله کړي، که نه نو ګډ هېوادشموله احتجاجي تګلاره به اعلان کړي.