کوټه (ویب نیوز): د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله ویلي، د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ څرګندونې د حکومت یا د مسلم لیګ (ن) رسمي پالیسي نه، بلکې د هغه شخصي نظر دی. نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې د پاکستان پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري د نیوکو په ځواب کې وویل، د حقونو په نوم د خلکو راپارول د غندنې وړ عمل دی. رانا ثناءالله وویل، که د کشمیر خلک فساد، خرابې ادارې او مات سړکونه غواړي، نو مسلم لیګ (ن) ته دې رایه نه ورکوي، او زیاته یې کړه چې بلاول بوټو زرداري یو عادي موضوع بې ځایه لویه کړې ده.
