پاکستان ۲۳ جولائی ۲۰۲۶

له چين سره اقتصادي ملګرتيا او دوستانه اړيکې لا پياوړې کېږي، لومړی وزير۔

اسلام آباد (ویب نیوز)
د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف ويلي، د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي ملګرتيا، سوداګريزې اړيکې او دوستانه روابط د وخت په تېرېدو لا پياوړي کېږي. نوموړي په اسلام‌آباد کې د چين د فېمسن شرکت د اجرايوي رئيس جېک چين په مشرۍ له پلاوي سره په ليدنه کې د خوراکي توکو د زېرمه کولو، عصري کرنيزې ټېکنالوژۍ، د ټېکنالوژۍ د لېږد او د پاکستاني کاري ځواک د روزنې په برخو کې پر همکارۍ ټينګار وکړ. لومړي وزير د غلو دانو د زېرمه کولو د مرکزونو د عصري کولو د پروژې هرکلی وکړ او ويې ويل چې له دې سره به کرنيز سکتور ته نوې ټېکنالوژي راشي، سوداګريزې چارې به پراخې شي او د پاکستاني ځوانانو مسلکي وړتياوې به لوړې شي. په غونډه کې وويل شول چې د فېمسن شرکت او ګرېن پاکستان انېشېټيو ترمنځ د تفاهم يادښت له دې وړاندې لاسليک شوی، او چيني پلاوي د پاکستان د حکومت او خلکو له مېلمه پالنې مننه وکړه.