پاکستان ۲۳ جولائی ۲۰۲۶

پاکستان په هر ستونزمن وخت کې د سعودي عرب ترڅنګ ولاړ دی

اسلام‌آباد (وېب نیوز) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سره سمندرګي پر سعودي د تېلو پر ټانکرونو د حوثیانو بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې دی، فیلډ مارشل عاصم منیر او د پاکستان ولس په دې حساس وخت کې د سعودي مشرتابه او ورور ولس ترڅنګ په بشپړ ملاتړ ولاړ دي. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول بریدونه د نړیوال قانون، د سمندري تګ راتګ د ازادۍ او د سیمې د سولې او ثبات پر ضد دي، او پاکستان به د سعودي عرب د امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته دوام ورکړي. سعودي ولیعهد هم د پاکستان د دوامدار ملاتړ او د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړیکې وستایلې.