تازه خبرونه ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

د چټکۍ سره زیاتېدونکې نفوس د پاکستان لپاره ستره ننګونه ده، د ځوانانو مهارت لوړول اړین دي .د بلوچستان ګورنر

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د نړیوال نفوس ورځې غونډې ته په وینا کې وویل، د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د پاکستان نفوس ۲۶ کروړو ته ورسېږي، چې له امله یې هېواد له دوو سترو ننګونو سره مخ دی؛ یوه د نفوسو چټک زیاتوالی کنټرولول او بله د ځوان نسل په ماهر، روغ او تولیدي کاري ځواک بدلول دي. نوموړي وویل، پاکستان او بلوچستان د ځوان نفوس له پلوه ځانګړی فرصت لري، نو اړینه ده چې د باکیفیته زده کړو، عصري مهارتونو، کاري فرصتونو او د کورنۍ د تنظیم په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه نور هم پراخ شي. ګورنر د غونډې د بریالي تنظیم له امله پرنس آغا عمر احمدزئي او د هغه ټیم وستایه او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه وکړه چې د نفوسو د کنټرول او عامه پوهاوي کمپاینونه د ضلعو او یونین کونسلونو تر کچې ورسوي.