اوتهل (ویب نیوز)د لسبېلې په اوتهل ښار کې د ای پي آی پروګرام تر چتر لاندې د واکسیناتورانو د دوه ورځنۍ تازه روزنیزې غونډې دوهم پړاو د ډسټرکټ هیلت افسر ډاکټر فریدالله شاه هاشمي په مشرۍ ترسره شو، چې پکې د لسبېلې له بېلابېلو سیمو واکسیناتورانو ګډون وکړ. ګډونوالو ته د حفاظتي واکسینونو د پروګرام اړوند تفصیلي معلومات او لارښوونې ورکړل شوې. ډاکټر فریدالله شاه هاشمي ټینګار وکړ چې ټول واکسیناتوران دې خپل حاضري او مسلکي مسؤلیتونه په بشپړ ډول ترسره کړي، ځکه د غفلت یا بېپروايۍ په صورت کې به قانوني او محکمانه اقدام وشي. په دې غونډه کې د ډپټي ډي اېچ او ډاکټر قمرالله رونجه هم ګډون کړی و.
