تازه خبرونه ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې د ایف آی اې عملیات، ۱۴ مشکوک اېجنټان ونیول شول

کوټه (ویب نیوز)د فدرالي پلټنو ادارې په کوټه ښار کې د بېلابېلو وفاقي ادارو د مشکوکو اېجنټانو پر ضد عملیات ترسره کړي او ۱۴ کسان یې نیولي دي. د ایف آی اې بلوچستان مشر بهرام مندوخیل ویلي، نیول شوي کسان په مبینه توګه د نادرا، سوئي سدرن ګېس، پاسپورټ دفتر او مېټروپولیټن کارپورېشن اړوند چارو کې د زېږون سندونو، پېژندپاڼو او پاسپورټونو د جوړولو لپاره اسانتیاوې برابرولې. نوموړي وویل، له نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي او تمه ده چې د دوی د شبکې نور مشکوک غړي هم وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.