چمن(نوې ژوند وېب نيوز) د پاکستان یوت پارلمان پخواني غړي او د جمعیت علمای اسلام چمن مشر حافظ محمد صدیق مدني ویلي، د بلوچستان د اوږدمهالو ستونزو دایمي حل د زور کارولو پر ځای د پاکستان په اساسي قانون، جرګو، سیاسي خبرو اترو، متقابل باور او ملي اتفاق کې نغښتی دی. نوموړي وویل چې ټولې سیاسي، قبایلي او ټولنیزې مشرتابه دې په یوه ګډه چوکاټ کې راټولې او د اساسي قانون په رڼا کې دې اغېزمن مذاکرات پیل شي، او د یوه بااختیاره ولایتي روغې جوړې کمېټه دې جوړه شي. د هغه په وینا، د باور جوړونې لپاره د لادرکه کسانو، سیاسي فعالانو او نورو قانوني اندېښنو شفاف او قانوني حل ضروري دی، او د اداري وېش او نورو ولسي غوښتنو په اړه دې هم له ټولو اړخونو سره تر سلا مشورې وروسته پرېکړې وشي، ترڅو په بلوچستان کې تلپاتې سوله، ولسي باور، اقتصادي پرمختګ او ملي یووالی پیاوړی شي.
