کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د پاکستان یونایټډ ورکرز فېډرېشن بلوچستان عمومي سېکرټري او د ورکرز ویلفیئر فنډ اسلامآباد د ګورننګ باډۍ غړي پیر محمد کاکړ په مشرۍ په اسلامآباد او لاهور کې د امریکن لایف سټایل بورډنګ سکولونو کې د زدهکړو کوونکو د والدینو مهمه غونډه وشوه. په غونډه کې د بلوچستان له بېلابېلو ضلعو څخه راغلو والدینو، د مزدورانو د سازمانونو استازو او نورو اړوندو کسانو ګډون وکړ. پیر محمد کاکړ وویل چې د اسلامآباد او لاهور د سکولونو د وروستي ارزونې پر مهال د زدهکړو معیار، هاسټل، خوراک، روغتیا، امنیت، ټرانسپورټ، صفایي او نورو اسانتیاوو جاج اخیستل شوی او د زدهکوونکو د هوساینې لپاره عملي سپارښتنې هم چمتو شوې دي. غونډې پرېکړه وکړه چې د ټولو اړوندو ضلعو د والدینو یوه مشورتي کمېټه به جوړه شي، څو د زدهکوونکو ستونزې او سپارښتنې د ورکرز ویلفیئر بورډ، ورکرز ویلفیئر فنډ او د سکول ادارې ته وړاندې کړي. ګډونوالو د بلوچستان حکومت او اړوندو ادارو مننه وکړه چې د مزدورانو ماشومانو ته یې په معیاري تعلیمي ادارو کې د زدهکړو فرصت برابر کړی دی.
