کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان بار کونسل په اپیل د مستونګ په پېښه کې د سېشن جج عبدالحکیم کاکړ او د هغه د ساتونکي پر برید د احتجاج په توګه د بلوچستان په ټولو ضلعو کې وکیلانو د عدالتي چارو بایکاټ وکړ. بار کونسل د پېښې سخته غندنه وکړه، درې ورځنی ماتم او دوه ورځنی عدالتي بایکاټ یې اعلان کړی و، چې له مخې یې وکیلان محاکمو ته حاضر نه شول. بار کونسل د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د قاضیانو، وکیلانو او عدالتي کارکوونکو امنیت لا پیاوړی کړي او د مستونګ برید عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
