تازه خبرونه ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

د وزيراعلیٰ بلوچستان او مولانا عبدالواسع ترمنځ د امنيتي او سياسي حالاتو په اړه خبرې

کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي د جمعيت علمای اسلام د صوبايي امير مولانا عبدالواسع سره وکتل او د بلوچستان د امن او امان، سياسي او ټولنيزو حالاتو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه يې تفصيلي خبرې وکړې. وزيراعلیٰ وويل چې په صوبه کې تلپاتې امن د حکومت لومړيتوب دی او د دې لپاره د ټولو سياسي، ټولنيزو او مذهبي مشرانو ګډ رول اړين دی. هغه زياته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد بايد ټول ملت يو موټی شي او حکومت د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي. مولانا عبدالواسع هم د مشورې، سياسي همغږۍ او ملي يووالي پر بنسټ د بلوچستان د ستونزو د حل او د تلپاتې امن د ټينګښت پر اړتیا ټينګار وکړ.