کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، حکومت هېڅکله د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې انکار نه دی کړی او د ټولو سیاسي او ټولنیزو ستونزو دایمي حل یوازې د جمهوریت او پارلماني نظام له لارې ممکن دی. نوموړي د سیاسي او قبایلي مشرانو له پلاوو سره د لیدنې پر مهال وویل چې پارلمان هغه اغېزمن فورم دی چې پکې سیاسي ګوندونه کولی شي خپل دریځ، اندېښنې او غوښتنې د اساسي قانون په چوکاټ کې وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې سیاسي اختلاف د جمهوریت ښکلا ده او باید سیاست د شخړې پر ځای د خبرو، زغم او متقابل درناوي له لارې پر مخ یوړل شي، ترڅو ملي یووالی، ثبات او پرمختګ یقیني شي.
