کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د یوې ورځني سفر لپاره د بلوچستان مرکز کوټې ته ورسېد، چیرته چې د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي او نورو صوبايي چارواکو یې تود هرکلی وکړ.
د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي او د بلوچستان د اعلی وزیر په مشرۍ کې لوړه کچه غونډه ترسره شوه، چې پکې د صوبې د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو، د بلوچستان د پولیسو آئي جي او د بیلابیلو ادارو استازو ګډون وکړ.
په غونډه کې د صوبې په مجموعي امنیتي وضعیت او نورو مهمو چارو تفصیلي خبرې اترې وشوې. په غونډه کې په صوبه کې د حکومت د رټ ټینګولو ژمنه بیا تکرار شوه او پریکړه وشوه چې د بلوچستان پولیسو د وړتیا لوړولو لپاره به ټولې سرچینې په کار واچول شي.
په غونډه کې وویل شول چې د هیواد ضد عناصرو او پراکسیز لپاره په بلوچستان کې هیڅ ځای نشته، د فتنه الخوارج او فتنه الهندستان د ترهګرو پر ضد د العزم عملیات به په بریالیتوب سره دوام وکړي. په غونډه کې د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو بریالیو عملیاتو ته د ستاینې وړاندې کول وشول او دا ژمنه څرګنده شوه چې په بلوچستان کې به تر وروستي ترهګر له منځه وړلو پورې عملیات دوام ولري.
