پاکستان ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

وزيراعظم بلوچ او پښتنو د پاکستان په جوړېدو کې تاریخي رول لوبولی

اسلام‌آباد(ویب نیوز)وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان نېشنل ورکشاپ ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل، بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی صوبه ده او د دې سيمې مېړنيو بلوچو او پښتنو د پاکستان په جوړېدو کې ډېر مهم او تاريخي رول ادا کړی دی. هغه وويل، په ۱۹۴۷ کال کې د بلوچستان ګڼو رياستونو په خپله خوښه له پاکستان سره يوځای کېدل ومنل او په ۱۹۴۸ کال کې هم د نورو بلوچ او پښتنو مشرانو د قائداعظم محمد علي جناح رحمه الله مشري ومنله او د پاکستان برخه شول. وزيراعظم زياته کړه چې بلوچستان د پاکستان د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ لپاره تل مهم خدمتونه کړي او هغه وخت مخلصو مشرانو شخصي ګټې يوې خوا ته اېښې او د وفاق ملاتړ يې کړی و.