پاکستان ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

وفاق او د بلوچستان حکومت د امنیت د لا پیاوړتیا پرېکړه وکړه

کوټه(ویب نیوز) د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ کوټې ته سفر وکړ او د بلوچستان له وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي سره یې ولیدل. د دواړو مشرانو په ګډه مشرۍ د بلوچستان د امن او نظم په اړه د لوړې کچې غونډه ترسره شوه چې پکې د امنیتي وضعیت، روانو اقداماتو او راتلونکې تګلارې مفصل جاج واخیستل شو. غونډه کې د ترهګرۍ ضد ځواک او بلوچستان پولیسو د مسلکي وړتیا د لا پیاوړتیا، د پولیسو د اصلاحاتو د پریکړو د چټک عملي کېدو او د نوې ټکنالوژۍ، قوي استخباراتي همغږۍ او ګډې ستراتیژۍ پر کارولو اتفاق وشو. وفاقي وزیر محسن نقوي وویل چې وفاقي حکومت به د بلوچستان د تلپاتې سولې لپاره هر ډول همکاري او اړین امکانات برابروي، په داسې حال کې چې وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي وویل حکومت به د ترهګرۍ پر ضد په هر ډګر کې یو ګام مخکې وي، د دولت واکمني به په هر قیمت ساتل کېږي، ځوانانو ته د زده کړو، مهارت او کار زمینه برابرول د حکومت لومړیتوب دی او د وفاق په همکارۍ به د امنیت او پرمختیایي پروژو د چټک تطبیق بهیر نور هم ګړندی شي.