کراچۍ(نوې ژوند وېب نيوز) د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په بلاول هاوس کراچۍ کې د بلوچستان د صوبایي وزیرانو له لوړپوړي پلاوي سره ولیدل، چې پکې د بلوچستان د امن او امان، پرمختیایي پروژو، د ولسي هوساینې، پانګونې، بنسټیزو اسانتیاوو او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په اړه تفصیلي خبرې وشوې. ولسمشر وویل چې د بلوچستان پرمختګ د ټول پاکستان د سوکالۍ لپاره اړین دی او وفاقي او صوبایي حکومتونه د امن، پرمختګ او ولسي هوساینې لپاره په ګډه کار کوي. هغه اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې پرمختیایي پروژې په شفاف، معیاري او پر وخت بشپړې کړي، په ځانګړي ډول د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو، سړکونو، کرنې، مالدارۍ او د کارموندنې پروژو ته لومړیتوب ورکړي. په غونډه کې وزیرانو د خپلو وزارتونو د فعالیتونو او روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل، او ولسمشر ډاډ ورکړ چې وفاق به د بلوچستان د پرمختګ، تلپاتې سولې او د خلکو د هوساینې لپاره خپله هر اړخیزه همکاري جاري ساتي.
