کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) په بلوچستان کې د مون سون بارانونه دوام لري او د صوبایي ناورین مدیریت ادارې (پي ډي اېم اې) د تازه راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د بارانونو اړوندو بېلابېلو پېښو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۸ کسان مړه او د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د برېښنا لوېدو، د دیوالونو او چتونو نړېدو او سېلابونو له امله ۴۱ کورونه زیانمن شوي، چې له ډلې یې ۱۷ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او ۲۴ نور جزوي زیانمن شوي دي. د پي ډي اېم اې په وینا، خضدار، ژوب، هرنایي او بارخان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي ولسوالۍ دي او په زیانمنو سیمو کې د مرستو او څارنې چارې روانې دي.
