مقامی ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

په خضدار کې د نال کراس سره نږدې پر زمبیاد موټر ډزې، موټر له تېلو سره وسوځېد

خضدار(نوې ژوند وېب نيوز) د خضدار د وډ تحصیل د نال کراس سیمې ته نږدې ناپېژاندو کسانو پر یوه زمبیاد موټر، چې پټرول یې لېږداوه، ډزې وکړې. د ډزو له امله په موټر کې اور ولګېد او موټر له بار شوو تېلو سره بشپړ وسوځېد. د سیمې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی. ځايي خلکو ویلي، دا یوازې د یوه موټر سوځېدل نه دي، بلکې د یوې کورنۍ د روزۍ وسیله هم له منځه ولاړه.