پاکستان ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

په ټانک کې پر ګډې پولیسي پوستې برید ناکام، ۱۲ بریدګر ووژل شول، ۱۵ امنیتي سرتېري شهیدان شول

اسلام‌آباد(ویب نیوز)د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، د جولای د ۲۳ او ۲۴ نېټې په شپه د ټانک ولسوالۍ په ګډه پولیسي پوسته د هند په ملاتړ د فتنه الخوارجو وسله والو له لوري برید وشو، خو امنیتي ځواکونو په چټک او اغېزمن غبرګون سره د هغوی برید شنډ کړ او ۱۲ بریدګر یې ووژل.د آی اېس پي آر د بیان له مخې، بریدګرو د تېښتې پر مهال له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له احاطې سره وجنګاوه، چې له امله یې پوسته سخت زیانمنه شوه. په دغه چاودنه کې ۱۲ پوځیان، ۲ پولیس او د ځنګلونو د ادارې یو دولتي کارکوونکی، ټولټال ۱۵ کسان شهیدان شول.بیان زیاتوي چې په سیمه کې د لټون او پاکونې عملیات روان دي، څو پاتې وسله وال هم له منځه یوړل شي. همدارنګه ویل شوي چې د “عزم استحکام” تر ملي ستراتېژۍ لاندې به امنیتي ځواکونه او قانون پلي کوونکي ادارې د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.