مقامی ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

ډېره الله يار کې د ورځې په رڼا وسله والې غلا، له يوه سوداګر څخه ۱۵ ميليونه روپۍ يوړل شوې

کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د جعفرآباد ولسوالۍ د ډېره الله يار ښار په مزدور چوک کې د ورځې په رڼا څلورو ناپېژاندو وسله والو غلو د يوه سوداګر له دوکان څخه د وسلې په زور ۱۵ ميليونه روپۍ نغدې پيسې يوړې او وتښتېدل. د راپور له مخې، غلو د سوداګر پېلاج سنګه دوکان ته ننوتل، هغه او موجود پېرېدونکي يې يرغمل کړل او له نغدو پيسو سره وتښتېدل. د پېښې له خبر سره سم د جعفرآباد د پوليسو مشر محمد معروف عثمان او نور امنيتي چارواکي سيمې ته ورسېدل او د ډي اېس پي طالب حسين لاشاري په لارښوونه يې سيمه کلابنده کړه او د لټون عمليات يې پيل کړل. پوليسو ويلي چې د غلا د پېښې سي سي ټي وي ويډيو هم ترلاسه شوې او د هغې پر بنسټ د شکمنو کسانو د پېژندنې او نيولو هڅې روانې دي.