تازه خبرونه ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

کوټه: د پي ټي آی مشر رحيم کاکړ د مستونګ د سېشن جج د وژنې سخته غندنه وکړه

کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) د پاکستان تحريک انصاف غړي او د کوټې پخواني ښاروال رحيم کاکړ د مستونګ سېشن جج عبدالحکيم کاکړ وژنه په سختو ټکو وغندله. هغه وويل عبدالحکيم کاکړ کوم جرم کړی و چې په دومره بې رحمۍ ووژل شو؟ نوموړي زياته کړه چې د کاکړ قوم يو سوله‌ييز قوم دی او د لوستو او مسلکي کسانو پرله‌پسې وژنې د اندېښنې وړ دي. رحيم کاکړ غوښتنه وکړه چې د وژل شوي جج د وژنې لاملونه دې روښانه او مسؤلين دې قانون ته وسپارل شي.