پاکستان ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

د جاپان سفير: په پاکستان کې به د ټولنيزې پراختيا او بنسټيزو پروژو ملاتړ روان ساتو

کوټه (وېب نيوز): په پاکستان کې د جاپان سفير اکاماتسو شوئيچي ويلي، جاپان د جايکا ادارې له لارې په پاکستان کې د سړکونو، بنسټيزو زېربناوو، د څښاک پاکو اوبو، ښوونې، روغتيا او ټولنيزې پراختيا په بېلابېلو پروژو کې همکاري کوي او دا مرستې به په راتلونکې کې هم دوام ولري. نوموړي دا څرګندونې د وفاقي وزير تعليم ډاکټر خالد مقبول صديقي په وياړ جوړې شوې غونډې ته وکړې. په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، معلوماتي ټکنالوژۍ، بورسونو، کرنې، زېربنايي پروژو، مسلکي کارګرانو او کلتوري اړيکو د پراختيا په اړه هم خبرې وشوې. وفاقي وزير تعليم جاپاني پانګه‌والو ته په پاکستان کې د پانګونې بلنه ورکړه، په داسې حال کې چې د پاکستان ـ جاپان بزنس فورم مرستيال سيد فيروز عالم شاه د پاکستان د پرمختيايي پروژو په برخه کې د جاپان د اوږدمهاله همکارۍ ستاينه او مننه وکړه.