مقامی ۴ اگست ۲۰۲۶

جمال شاه کاکړ د پولیسو د شهیدانو د ورځې په مناسبت د هغوی قربانۍ وستایلې

کوټه (ویب نیوز)د پاکستان مسلم لیګ (ن) د بلوچستان جنرل سیکرټري او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ د پولیسو د شهیدانو د ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې د بلوچستان او ټول هېواد د پولیسو شهیدانو د ترهګرۍ، سختدریځۍ او جرمونو پر ضد مبارزه کې د خپلو ژوندونو په قربانولو سره هېواد ته د سولې ډالۍ ورکړې ده. نوموړي وویل چې د پولیسو شهیدان د هېواد ریښتیني اتلان دي، چې د ولس د خوندي سبا لپاره یې خپل نن قربان کړی دی. هغه زیاته کړه چې د بلوچستان پولیسو په سختو شرایطو کې د زړورتیا، مېړانې او مسلکي وړتیا بېلګه وړاندې کړې او د امن او نظم په ټینګښت کې یې مهم رول لوبولی دی. جمال شاه کاکړ د پولیسو د سرتېرو او د شهیدانو د کورنیو خدمتونه او قربانۍ وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې مسلم لیګ (ن) به د شهیدانو د کورنیو د هوساینې، د پولیسو د وړتیاوو لوړولو او د عصري اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپله همکاري روانه وساتي. هغه په پای کې د ټولو شهیدانو لپاره د لوړو درجو، د ټپیانو د ژر روغتیا او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات دعا وکړه.