کوټه (ویب نیوز)د عوامي نېشنل ګوند (اې اېن پي) یو پلاوي د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) د بلوچستان له صوبايي امیر او سناتور مولانا عبدالواسع سره د هغه په استوګنځي کې ولیدل. د لیدنې پر مهال پلاوي مولانا عبدالواسع ته د اګست د ۱۷مې نېټې د “شهیدان اګست” د تلین په مناسبت جوړېدونکي تعزیتي ریفرنس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړه. په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام صوبايي جنرل سیکرټري آغا محمود شاه هم حاضر و، او د اې اېن پي په پلاوي کې داد خان اڅکزی، مابت کاکا، ملک امان الله کاکړ، جاوېد خان کاکړ، رشید خان ناصر، انور خان مندوخېل او د کوټې ضلعي مشر ثناءالله کاکړ هم شامل وو.
