کوټه (ویب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال سره د پخواني صوبايي وزیر او د جمعیت علماء اسلام مشر مولوي سرور موسیٰ خېل په مشرۍ د موسیٰ خېل د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو او قبایلي استازو پلاوي ولیدل. په غونډه کې ټینګار وشو چې د موسیٰ خېل د ولسوالۍ جغرافیایي حدود د ولس له رضا او خوښې پرته بدلول هېڅکله د منلو وړ نه دي. ګډونوالو وویل چې اندرپوړ او راړاشم د موسیٰ خېل تاریخي برخې دي او بارکهان ولسوالۍ ته د هغوی د شاملولو پرېکړه غیرعادلانه او د ولس له ارادې سره په ټکر کې ده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو وویل چې حکومت د پښتنو تاریخ، جغرافیه او ولسي غوښتنې له پامه غورځوي او داسې اداري بدلونونه په زور تحمیلوي، چې ولس یې نه مني. هغوی غوښتنه وکړه چې د موسیٰ خېل د حدودو د بدلون پرېکړه دې سمدستي بېرته واخیستل شي او ولس دې له نورو ستونزو سره نه مخامخ کېږي.
