کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان حکومت مسې زئی، مې زئی او ګلستان ته د ښاروالۍ کمېټو (میونسپل کمېټۍ) د درجې ورکولو رسمي خبرتیا خپره کړه. په دې مناسبت د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر او د صوبایي اسمبلۍ غړي انجنیر زمرک خان اڅکزي د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دې پرېکړې له امله به په یادو سیمو کې بلدیاتي نظام لا پیاوړی شي، ولس ته به د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول، پرمختیایي پروژې او د سیمهییزو ستونزو حل لا ښه او اغېزمن شي. هغه هیله څرګنده کړه چې حکومت به په راتلونکي کې هم د ولس د هوساینې او سیمهییزې پرمختیا لپاره دا ډول ګټور اقدامات دوامداره وساتي.
