کوټه (ویب نیوز)د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د بلوچستان په ډېری سیمو کې به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هوا ګرمه او وچه وي، خو په ژوب، موسیخېل، بارخان، کوهلو، ډېره بګټي او شاوخوا سیمو کې د ځايي باران امکان شته. د ادارې د معلوماتو له مخې، په کوټه کې اعظمي تودوخه ۳۷، په قلات کې ۳۲، زیارت کې ۲۷، ژوب کې ۳۵، سبۍ کې ۴۴، تربت کې ۴۲، نوکنډي کې ۴۳ او چمن کې ۳۸ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده. همدارنګه په ساحلي سیمو کې هوا نسبتاً معتدله پاتې شوې، چې په ګوادر کې ۳۳ او په جیواني کې ۳۲ درجې سانتي ګراد تودوخه ثبت شوې ده. ادارې د هغو سیمو اوسېدونکو ته چې د باران امکان پکې شته، سپارښتنه کړې چې د هوا له حالاتو ځان خبر وساتي او احتیاطي تدابیر غوره کړي.
