کوټه (ویب نیوز)د هرنایي ولسوالۍ د پان غر په غرنۍ سیمه کې د یوفون مخابراتي ټاور د نامعلومو کسانو له خوا د زیانمنېدو له امله د ولسوالۍ په مرکز او ګڼو کلیوالو سیمو کې د یوفون انټرنېټي ډاټا خدمت له تېرو لسو ورځو راهیسې په بشپړه توګه بند دی. د معلوماتو له مخې، هرنایي، شاهرګ، خوست، اسپین تنګي، ناکس، زردالو او شاوخوا سیمو کې د انټرنېټ نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. د روغتیا وزارت او نورو دولتي ادارو د آنلاین حاضري او خدماتو سیستم هم اغېزمن شوی، چې له امله یې کارکوونکي نه شي کولای خپل ورځني راپورونه او ډاټا ثبت کړي. همدارنګه، د آنلاین زده کړو زدهکوونکي، سوداګر او نور عام کاروونکي هم له ستونزو سره مخ شوي دي. د سیمې اوسېدونکو ادعا کړې چې یوفون شرکت تر اوسه د انټرنېټ د بېرته فعالولو لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی، سره له دې چې د نویو پیکجونو پلور دوام لري. خلکو او سوداګرو له اړوندو چارواکو او د یوفون ادارې غوښتي چې د پان غر ټاور ژر ترمیم او په ټوله ولسوالۍ کې د انټرنېټ خدمت بېرته فعال کړي.
