کوټه (ویب نیوز) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سعودي عرب د ولي عهد او وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه د درې ورځني سرکاري سفر لپاره سعودي عرب ته رسېدلی دی. د سفر پر مهال به د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، پانګونې، سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، ستراتیژیکې ملګرتیا او د منځني ختیځ پر روان وضعیت خبرې اترې کېږي. د وزیراعظم سره یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی هم تللی چې پکې د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر، مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه آصف، د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ او نور چارواکي شامل دي. وزیراعظم شهباز شریف به د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات کوي چې پکې به د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله ورورولۍ اړیکو د لا پیاوړتیا او سیمه ییزو موضوعاتو په اړه خبرې وشي. د سفر پر مهال وزیراعظم به عمره ادا کړي او په مدینه منوره کې به د رسول الله ﷺ روضې ته حاضري هم ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفر به د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ ستراتیژیکې ملګرتیا ته نور هم وده ورکړي او د سیمې د سولې، ثبات او ګډو همکاریو لپاره به سفارتي هڅې پیاوړې شي.
