پاکستان ۶ اگست ۲۰۲۶

پاکستان او ایران د ازادې سوداګرۍ تړون او د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ پر پراخولو هوکړه وکړه

اسلام‌آباد/کوټه(ویب نیوز) پاکستان او ایران هوکړه کړې چې د ازادې سوداګرۍ تړون ته به ژر وروستۍ بڼه ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به کلنۍ سوداګري ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي. دغه پرېکړه په اسلام‌آباد کې د پاکستان ـ ایران د ګډې سوداګریزې کمېټې د لسمې غونډې پر مهال وشوه، چې په پای کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان او د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر حاجي محمد ایوب مریاني د دې پرمختګ هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا د سوداګرۍ ټولنې پخوانۍ غوښتنه وه. دواړو هېوادونو د سرحدي بازارونو، بارټر سوداګرۍ، کرنیزو محصولاتو، پانګونې او د تعرفو د کمولو پر میکانېزم د همکارۍ د پراخولو هوکړه هم وکړه.