پاکستان ۷ اگست ۲۰۲۶

برېښنا ۷۵ پیسې پر یونټ ګرانه شوه، اضافي پیسې به د اګست په بلونو کې اخیستل کېږي

کوټه (ویب نیوز): د برېښنا مصرفوونکو لپاره یو بل ناوړه خبر مخې ته راغلی، ځکه چې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې د فیول پرایس اېډجسټمنټ له مخې د برېښنا بیه ۷۵ پیسې پر هر یونټ لوړه شوې ده. د اعلامیې له مخې، دغه زیاتوالی به د کې الېکټرک په ګډون د هېواد پر ټولو مصرفوونکو تطبیقېږي او اضافي پیسې به د اګست میاشتې د برېښنا په بلونو کې ترې اخیستل کېږي. چارواکي وایي، د میاشتني فیول پرایس اېډجسټمنټ کچه د برېښنا د تولید لپاره د کارېدونکي ایندھن د بیو د بدلون له مخې ټاکل کېږي، چې له امله یې د برېښنا په بلونو کې وخت په وخت زیاتوالی یا کموالی راځي.