کوټه (ویب نیوز): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سعودي عرب، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی، بلکې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د مشروع دفاع حق تاییدوي. هغه وویل، له سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د ګډ دفاعي تړون لاسلیک د دفاعي همکاریو، ګډو پوځي پروژو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او سیمهییز امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی. اردوغان زیاته کړه چې دا تړون د سیمې د سولې، ثبات او سوکالۍ غوښتونکو ټولو ورونو هېوادونو ته پرانیستی دی او ترکیه به د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د هواري تګلاره تعقیبوي.
