تازه خبرونه ۷ اگست ۲۰۲۶

عمان د هرمز تنګي د تفاهم چوکاټ منظور کړی، ایران ادعا کوي

کوټه (ویب نیوز): ایراني چارواکو ادعا کړې چې عمان د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره د “تفاهم چوکاټ” منظور کړی دی. د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند حسان غساوي ویلي، د ایران او عمان ترمنځ پر یاد چوکاټ پراخ توافق شوی، خو وروستۍ منظوري به د لوړې کچې چارواکو له خوا ورکول کېږي او وروستۍ مسوده به ژر اعلان شي. د وړاندیز شوي پلان له مخې به په لومړي پړاو کې ایراني او عماني سمندري لارې وکارول شي، وروسته به ټول تګ راتګ یوې مرکزي سمندري لارې ته ولېږدول شي. همدارنګه ایران به د هرمز تنګي ته د ننوتونکو بېړیو او عمان به د وتونکو بېړیو د تګ راتګ څارنه کوي.