کوټه (سید سردار محمد خوندی)
د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د اګست د ۸مې د شهیدانو د ورځې په مناسبت د کوټې شهیدانو ته د عقیدت پیرزوینه وړاندې کولو پر مهال ویلي دي چې ځینې پېښې تاریخ نه جوړیږي، بلکې د تاریخ برخه ګرځي.
وزیراعلیٰ په خپل تعزیتی بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۸مه د کوټې په سول روغتون کې په زړه بوږنونکې پېښه کې چې وکیلان، خبریالان، پولیس سرتیري او نور وګړي شهیدان شوي وو، هغوی د قانون، انصاف او امن د لوړاوي لپاره خپل ځانونه قربان کړل. د هغوی قربانۍ نه هېرېدونکې دي او د بلوچستان په تاریخ کې به تل ژوندۍ پاتې وي.
میر سرفراز بګټي وویل چې د شهیدانو د ماموریت جاري ساتل او په بلوچستان کې د امن، انصاف او د قانون د حاکمیت ټینګول زمونږ لومړی لومړیتوب او نه نه ماتېدونکی عزم دی. د بلوچستان حکومت به د شهیدانو له کورنیو سره هېڅکله هم یوازې پرېنږدي.
هغه وویل
شهیدانو ته سلام – د بلوچستان امن زمونږ عزم دی۔
