کوټه (ویب نیوز) امریکايي چارواکو په تازه خپرو شوو اسنادو کې د منځني ختیځ د یوه ګڼ مېشته ښارګوټي پر سر د یوې ګردې او مرموزې فضايي شې د چټک حرکت لنډه ویډیو هم خپره کړې ده، چې تر اوسه یې پېژندنه نه ده شوې او پېښه د نه حل شوې قضیې په توګه ثبت شوې ده. د چارواکو په وینا، کارپوهانو د ویډیو او موجودو معلوماتو له ارزونې وروسته هم ونه شو کولای معلومه کړي چې دغه مرموزه شې ډرون، بالون، الوتکه او که د کومې بلې پېژندل شوې فضايي وسیلې سره تړاو لري. امریکايي چارواکو څرګنده کړې چې د یوې پېښې نه حل شوې پاتې کېدل د فضايي مخلوقاتو یا له ځمکې بهر د فعالیتونو ثبوت نه دی، بلکې یوازې دا معنا لري چې د شې د وروستۍ پېژندنې لپاره کافي معلومات موجود نه وو. چارواکو ویلي چې د نامعلومو فضايي پدیدو په اړه د لسګونو نورو پېښو معلومات هم تازه خپاره شوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې نور اسناد هم عامه شي.
