کوټه (ویب نیوز) د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره د کورنیو چارو وفاقي وزیر سید محسن نقوي لیدنه کړې، چې پکې د هېواد پر روان سیاسي وضعیت او مهمو ملي چارو خبرې اترې شوې دي. د سرچینو په وینا، په لیدنه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو، خو د لیدنې نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
