کوټه/نوشکي (ویب نیوز)د نوشکي او دالبندین ترمنځ د ژتر په سیمه کې نامعلومو وسله والو د آمونو بار څلور مزدا موټر درولي او له ځان سره وړي دي. د سرچینو په وینا، د آمونو د واردوونکو دغه موټرې د کاروان د روانېدو لپاره له تېرو دوو ورځو راهیسې په نوشکي کې ولاړې وې او د امنیتي انتظاماتو له بشپړېدو وروسته کاروان جوړ او روان شوی و، خو د ژتر په سیمه کې نامعلومو وسله والو څلور مزدا ټرکونه ودرول او له ځان سره یې یووړل. د پېښې وروسته امنیتي ادارو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي او د موټرو او په هغو کې د بار شوو آمونو په اړه معلومات راټولوي. د پېښې له امله د سوداګرو او د آمونو واردوونکو ترمنځ اندېښنه خپره شوې او هغوی له حکومته غوښتنه کړې چې پر لویو لارو مال وړونکو موټرو ته اغېزمن امنیت برابر کړي.
