تازه خبرونه ۹ اگست ۲۰۲۶

پاکستان هغه ډیپلوماتیک رول ترسره کړ چې لویو قدرتونو هم ترسره نه کړ: ساؤت ایشین وائسز

کوټه (ویب نیوز) د جنوبي اسیا د امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت د څارنې پالیسي مرکز ساؤت ایشین وائسز په خپل تحلیل کې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو او دواړه هېوادونه د خبرو مېز ته په راوستلو کې پاکستان مهم ډیپلوماتیک رول لوبولی دی. د تحلیل له مخې، پاکستان هغه مهال د امریکا او ایران ترمنځ اړیکه ټینګه کړه چې دواړه لوري له سخت کړکېچ او یو بل ته د زیان رسولو مرحلې ته رسېدلي وو. په اسلام‌اباد کې د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ له ۲۰ ساعتونو زیاتې خبرې د ۱۹۷۹ کال وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو لوړه کچه مستقیمه اړیکه بلل شوې ده. ساؤت ایشین وائسز ویلي چې پاکستان د یوه نړیوال ځواک او یوه مهم سیمه‌ییز ځواک ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړه او داسې ډیپلوماتیک رول یې ترسره کړ چې چین، فرانسې، جرمني، هند او بریتانیا په څېر لویو قدرتونو هم ونه شو ترسره کولای. په تحلیل کې ویل شوي چې که څه هم امریکا او ایران پر یو بل د اوربند د سرغړونو تورونه لګولي، خو دواړو د خبرو بهیر په بشپړه توګه نه دی پرېښی، نو ځکه د منځګړیتوب د ناکامۍ مسؤلیت پر منځګړي اچول سم نه دي.