چاغي (ویب نیوز)د چاغي د دالبندین په چہتر سیمه کې تېره شپه له ورکې شوې کارګو بس چلوونکی او دوه کنډکټران په خوندي توګه خوشې شوي او بېرته چہتر ته رسېدلي دي. د معلوماتو له مخې، د جمعې په شپه د اېن-۴۰ پر چہتر سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو کارګو بس له سامان او عملې سره یوځای له ځان سره وړی و. د کارګو بس چلوونکی استاد برکت او دوه کنډکټران وروسته خوشې شول او په خوندي توګه چہتر ته ورسېدل، خو کارګو بس لا هم له سامان سره ورک دی. د سرچینو په وینا، په بس کې شاوخوا ۱۲۰۰ کارټنه آمونه او وریجې بار وې چې له کوټې څخه تفتان ته لېږدول کېدې.
