ژوب (ویب نیوز)د ژوب په تنګ سر سیمه کې نامعلومو کسانو د لورالايي-مرغه کبزۍ-تونسې پنجاب لویې لارې د جوړولو په پروژه کې د بوختې کمپنۍ مزدا موټر ته اور اچولی او له سیمې تښتېدلي دي. پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې تر اوسه د قانوني کارروایۍ لپاره چا په رسمي ډول اړیکه نه ده نیولې، خو د پېښې په اړه اړوندو لوړپوړو چارواکو ته معلومات ورکړل شوي او د قانوني کارروایۍ لپاره نور ګامونه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې د پېښې د عاملینو د موندلو هڅې روانې دي.
