کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا له ایران سره په محدود کچه خبرې اترې کوي او واشنګټن دا مهال د ایران وضعیت له نږدې څاري، چېرې چې د هغه په وینا انفلاسیون او اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ په ټیلیفوني مرکه کې ادعا کړې چې د ایران اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او حکومت له خپلو سرتېرو سره د معاشونو ورکولو لپاره هم کافي پیسې نه لري. ټرمپ اشاره کړې چې واشنګټن پر ایران د اقتصادي فشارونو زیاتولو او د دغو فشارونو د اغېزو ارزولو ته پاملرنه کوي. د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه نوې غوښتنې مطرح کړې دي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه کېږي.
