کوټه (وېب نيوز) عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان په یوه اعلامیه کې د بلوچستان د عامه خدمتونو کمېسیون له لارې په دولتي دندو کې د ګومارنو د بهیر پر دوامدار ځنډ سخته اندېښنه څرګنده کړې او له بلوچستان حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د کمېسیون له لارې د ګومارنو بهیر سمدستي بېرته پیل او د ۲۰۲۶ـ۲۷ کال لپاره د عمومي عمر د معافۍ خبرتیا له ځنډ پرته خپره کړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د بلوچستان زرګونه لوستي ځوانان د دولتي دندو د ترلاسه کولو لپاره د عامه خدمتونو کمېسیون ته سترګې په لار دي، خو له تېرو شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د کمېسیون له خوا د نویو بستونو د اعلانونو نه خپرېدو له امله په ځوانانو کې اندېښنه او ناهیلي زیاته شوې ده. اې این پي ویلي چې په بلوچستان کې د کار فرصتونه لا له وړاندې محدود دي او په دولتي ادارو کې د خالي بستونو پر وخت نه ډکېدو د ځوانانو لپاره د دندو فرصتونه نور هم کم کړي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د کرنې په ریاست کې د کرنې افسر د بی پي اېس-۱۷ کچې ۱۰۴ بستونو په ګډون ګڼ شمېر مهم خالي بستونه لا هم د بلوچستان د عامه خدمتونو کمېسیون د اعلانونو په تمه دي. اې این پي ویلي چې د ګومارنو د ځنډ یوه مهمه وجه د عمومي عمر د معافۍ د خبرتیا په خپرېدو کې ځنډ دی، چې له امله یې هغه نوماندان هم د دندو له فرصتونو بې برخې کېدای شي چې له اوږدې مودې راهیسې د سیالیو ازموینو لپاره تیاری کوي. په اعلامیه کې له وزیراعلیٰ بلوچستان او صوبايي حکومت څخه غوښتنه شوې چې د ۲۰۲۶ـ۲۷ کال لپاره د عمومي عمر د معافۍ خبرتیا ژر تر ژره خپره کړي، د ځنډول شوو بستونو اعلانونه وکړي او د ګومارنو بهیر د وړتیا او روڼتیا پر بنسټ له ځنډ پرته بېرته پیل کړي.
