کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت افغانستان ته د پاکستان څخه د وسلو د مبینه قاچاق په اړه د افغان طالبانو ادعا بې بنسټه او له حقایقو سره په ټکر کې وبلله او رد یې کړه. د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې افغانستان د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی پرېښودل شوې پرمختللې وسلې او پوځي تجهیزات په لویه کچه لا له وړاندې لري، چې ارزښت یې شاوخوا ۷.۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی، سربېره پر دې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله د پخواني شوروي اتحاد د وسلو لویې زیرمې هم موجودې دي. د اطلاعاتو وزارت په وینا، له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق تور لګول له اصلي مسئلې څخه د نړیوالې پاملرنې اړولو هڅه ده، ځکه په افغان خاوره کې لا هم ترهګرو ډلو ته پناه، اسانتیاوې او د فعالیت زمینه برابره ده او دغه ډلې له افغان خاورې څخه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د پلان، ملاتړ او ترسره کولو په فعالیتونو کې لاس لري. وزارت له افغان چارواکو وغوښتل چې د بې بنسټه تورونو پر ځای په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځایونو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي، څو افغان خاوره د پاکستان یا د بل هر هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.
