مقامی ۱۰ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان پولیسو مشر محمد طاهر د کوټې د پولیسو مرکزونو او حساسو سیمو تفصیلي کتنه وکړه

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د پولیسو مشر محمد طاهر د کوټې د پولیسو مرستیال مشر عمران شوکت او د عملیاتو لوړپوړي پولیس افسر ضیاالحق مندوخېل په ملتیا د سریاب تاڼې، نیو سریاب تاڼې، پولیس ټرېنینګ کالج مرکز، قاسم لاین او د ختیځ بای پاس اړوند د اې ټي اېف کمپلېکس په ګډون د ښار له مهمو پولیس مرکزونو او حساسو سیمو تفصیلي لیدنه کړې ده. د لیدنې پر مهال هغه د امن او امان وضعیت، د جرمونو د مخنیوي اقدامات، د پولیسو ګزمه، د امنیتي پوستو او حساسو ځایونو امنیت، د پولیسو د نفرو ځای پر ځای کول او د تاڼو اداري چارې وکتلې او اړوندو افسرانو ورته د خپلو سیمو د امنیتي وضعیت، جرمونو، ګزمې، ناکه بندۍ، پلټنیزو عملیاتو او موجودو ستونزو په اړه معلومات ورکړل. محمد طاهر پولیس افسرانو ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د سر او مال خوندیتوب په هر صورت یقیني کړي، د جرمونو پر وړاندې بې پرې اقدامات لا اغېزمن کړي او د سریاب، نیو سریاب، ختیځ بای پاس او اړوندو سیمو کې د پولیسو ګزمه زیاته کړي. هغه ټینګار وکړ چې پولیس افسران باید په ساحه کې فعال حضور ولري او یوازې په دفترونو کې محدود پاتې نه شي، بلکې د خپلو سیمو د پولیسینګ سیستم په خپله وڅاري. د بلوچستان د پولیسو مشر وویل، له خلکو سره ښه چلند، د هغوی د شکایتونو پر وخت اورېدل او د قانون له مخې اقدام د پولیسو اساسي مسؤلیت دی او تاڼه باید د خلکو لپاره د وېرې ځای نه، بلکې د انصاف او د حق غوښتنې مرکز وي. نوموړي د پولیسو د حاضري، ګزمې، د ایف‌اي‌ار ثبت، تحقیقاتو، د تورنو کسانو نیولو او د قضیو د پرمختګ د منظمې څارنې سپارښتنه هم وکړه. هغه د پولیسو ټرېنینګ کالج، قاسم لاین او اې ټي اېف کمپلېکس کې د پولیسو د روزنې، مسلکي وړتیاوو، نظم او د ساحوي عملیاتو لپاره د چمتووالي ارزونه هم وکړه او ویې ویل چې پولیس باید د عصري وسلو، تحقیقاتو، استخباراتي پولیسینګ، بېړنیو حالاتو او د مشکوکو فعالیتونو د پېژندلو په برخو کې پرله‌پسې روزنه ترلاسه کړي. محمد طاهر د بلوچستان پولیسو د شهیدانو قربانۍ وستایلې او پر پولیس افسرانو او سرتېرو یې غږ وکړ چې خپلې دندې په صداقت، نظم او مسلکي روحیې ترسره کړي. نوموړي همداراز د پولیسو او ولس ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې له قومي مشرانو، سوداګرو، ولسي استازو او نورو ټولنیزو ډلو سره منظم تماس د جرمونو او مشکوکو فعالیتونو په اړه د پر وخت معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مهم دی. هغه اړوندو افسرانو ته امر وکړ چې په ټولو مهمو او حساسو سیمو کې امنیتي ترتیبات لا پیاوړي، د پولیسو ګزمه اغېزمنه او د هر ډول بېړني وضعیت پر وړاندې د پولیسو ځواکونه هر وخت چمتو وساتي، څو د کوټې ښاریانو ته خوندي او سوله‌ییز چاپېریال برابر شي.