کوټه (ویب نیوز) د عمان ساحل ته نږدې له روسي خام تېلو څخه ډکې «کیرولین بیزنګي» تېل وړونکې بېړۍ څخه د تېلو بهېدنه چټکه شوې او شاوخوا ۳۹۰ مربع کیلومتره یا ۱۵۰ مربع میله سمندري سیمه یې ککړه کړې ده. د عمان حکومت وایي چې د تېلو بهېدنه د حلانیات ټاپوګانو شمال ختیځ لوري ته ده او د عمان ساحل پر لور روانه ده، په داسې حال کې چې ساحل ته یې واټن شاوخوا ۷ کیلومتره پاتې دی. چارواکو د تېلو د بهېدنې د مخنیوي او د لا زیات خپرېدو د درولو لپاره د بیړنیو اقداماتو لړۍ پیل کړې ده. په دغه بېړۍ کې شاوخوا ۱۰ میلیونه بیرله روسي خام تېل موجود دي چې اسیا ته انتقالېدل. دغه بېړۍ د جون په میاشت کې یمن ته نږدې له ستونزې سره مخ شوې وه او وروسته د عمان د حلانیات ټاپوګانو ته نږدې ایساره شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په بېړۍ کې چاودنه هم شوې وه، خو تر اوسه هېڅ لوري د برید مسؤلیت نه دی منلی. د حلانیات ټاپوګان د طبیعي ژوند او سمندري ژوو لپاره مهمه سیمه ده، نو د تېلو د پراخې بهېدنې له امله د سمندري چاپېریال او آبي ژوو د سخت زیان اندېښنه پیدا شوې ده. عماني چارواکي وایي چې د تېلو د خپرېدو د مخنیوي ترڅنګ د سمندري سیمې او نږدې طبیعي ژوند پر احتمالي اغېزو هم څارنه روانه ده.
