کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
په ټول بلوچستان کې د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو لمانځلو فیصله شوې ده او په ټول صوبه کې فول پروف امنیتي تدابیر بشپړ شوي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو په خپل یو پیغام کې ویلي چې آزادي یو ډیر لوی نعمت دی او آزاد قومونه خپله آزادي په جوش او جذبې سره لمانځي، دا د ژوندیو قومونو شعار دی. د څو لاس موټي شرخوښو عناصرو او د هیواد دښمنانو لپاره هیڅ ځای نشته. پاکستان یو آزاد او خپلواک هیواد دی، د دې حفاظت مونږ او زمونږ امنیتي ادارې په خپلو سرونو کوو. په خپلو شهیدانو ویاړو. په مکه مکرمه کې شوی دفاعي تړون د ټول اسلامي امت لپاره یو لوی زیرئ دی.
هغه زیاته کړه چې ‘را’ په هر ځای کې ترهګرۍ ته وده ورکوي، دلته په بلوچستان کې هم د هغې نیابتي ډلې شتون لري، خو ان شاءالله دوی به هیڅکله بریالي نشي.
په ورته وخت کې د بلوچستان د پولیسو انسپکټر جنرل محمد طاهر د کوټې د ډپټي انسپکټر جنرل عمران شوکت او ایس ایس پي آپریشنز ضیاء الحق مندوخیل سره یو ځای د سریاب تھانې، نوي سریاب تھانې، پي ټي سي سنټر، قاسم لاین او اې ټي ایف کمپلیکس ختیځ بای پاس او ورسره نږدې سیمو دوره وکړه.
په دې موقع د بلوچستان آئی جي محمد طاهر وویل چې د بلوچستان پولیس به د جرمونو د ختمولو لپاره خپلې ټولې سرچینې په کار واچوي. هیچا ته به په دې خاوره کې د شرارت او فساد خورولو اجازه ورنکړل شي.
