کوټه (ویب نیوز)د امنیتي اندېښنو له امله د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې امنیتي حالت لوړ پوړي کچې ته پورته شوی او په ګڼو سیمو کې د موبایل ټیلیفون، موبایل ډیټا او انټرنېټ خدمتونو د ځنډېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د امنیتي وضعیت له امله د ایف سي او پولیسو له لوري په بېلابېلو سیمو کې د ناکه بندۍ او پلټنې لړۍ هم روانه ده. د سرچینو په وینا، په کوټه کې په بېلابېلو ځایونو کې اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي، مشکوک کسان او موټرې پلټل کېږي او پر مهمو لویو لارو، حساسو ځایونو او د ښار پر داخلي او خارجي لارو څارنه لا سخته شوې ده. د راپورونو له مخې، په اوسته محمد کې د ټولې ضلعې په کچه د موبایل خدمتونه بند دي، په هرنایي ښار او کلیوالو سیمو کې د یوفون موبایل سیګنالونه نه شته او د ډیټا او انټرنېټ خدمتونه هم له تېرو شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې اغېزمن دي. په کوهلو کې هم د ټولې ضلعې موبایل سیګنالونه ځنډول شوي چې له امله یې د خلکو ورځني اړیکې، کاروباري فعالیتونه او نور اړین کارونه اغېزمن شوي دي. په لورالایي او ډېره بګټي کې هم د موبایل سیګنالونو او ډیټا خدمتونو د بندېدو راپورونه ورکړل شوي دي. سربېره پر دې، په مستونګ، قلات، سوراب، خضدار، تربت، پنجګور، نوشکي او ګوادر په ګډون د بلوچستان په نورو سیمو کې هم د موبایل ډیټا خدمتونو د اغېزمنېدو یا ځنډېدو اطلاعات ورکړل شوي دي. د خدمتونو د بندېدو له امله ښاریان له انټرنېټ، انلاین خدمتونو او له یو بل سره د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې ګزمه، ناکه بندي او د موټرو او کسانو پلټنه کوي. ښاریانو له اړوندو چارواکو غوښتي چې د امنیتي اقداماتو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او د حالاتو له عادي کېدو سره سم موبایل او انټرنېټ خدمتونه ژر تر ژره بېرته فعال کړي. د سرچینو په وینا، د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د امنیتي وضعیت ارزونه روانه ده او په حساسو سیمو او مهمو لویو لارو کې د قانون پلي کوونکو ادارو شتون زیات شوی، خو د موبایل او ډیټا خدمتونو د بندېدو د لاملونو او د بېرته فعالېدو په اړه تر اوسه د اړوندو چارواکو له لوري رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
